IQNA

؛ له هراته تر تهرانه ؛ نومې فیلم  د خپریدا  لپاره تیار شو

11:32 - April 22, 2024
د خبر لمبر: 3489085
ایکنا – د حامد یوسفي  په ډایریکټرئ ؛ له هراته ترتهرانه ؛ نومې  لنډ فیلم له بشپړتیا وروسته د تخنیکي مرحلو په تیریدا سره  خپریدو ته تیار شو.

د ؛له هراته تر  تهرانه ؛ نومې مستند فیلم برابرونکی فاطیما اباحمزه   ددغه لنډ فیلم په باب ایکنانیوز سره په خبرو کې چې  خپریدا ته تیار دی ،ووئيل،  د ؛له هراته تر تهرانه؛ نومې لنډ فیلم انځورونه او  فیلم  په   په درو ورځو کې ترسره شو. دغه کار  د تهران په شاوخوا کې  په چهار دانګه ښار کې  چې د افغانانو د ژوند ځاي دی برابر شوی دی.

 هغه زیاته کړې ده ، ددغه لنډ فیلم اصلي موضوع اوپیغام  کورنۍ ده . دغه کار کوشش کوي ، د اعتقاداتو رول ته د کورنۍ داړیکو په لاښه کیدا کې  ډيره توجه وکړي. همداراز فیلم هڅه کوي، هغو  مشکلاتو ته چې د بچیانو او مور او پلار ترمینځ د اختلاف د رامینځةکیدا سبب کیږي،هم توجه وکړي.

ددغه فیلم دجوړیدا دڅرنګوالي په باب  دغه پروډیوسر وائي، د افغانانو په باب  فیلم  جوړول همیشه د ما  یوه اصلی اندیښه  او حساسه مسئله ده . د فیلم ډایریکټر هم  پخپله افغان دی. په همدې خاطر مو هڅه کړې ده ، د دوي دژوند مشکلاتو ته ډيره توجه وکړو. همداراز  ددغه مضمون په برابرولو پسې وو چې  په افغانستان کې ژوند په ځینو موقعو کې د افغانانو لپاره  په  مسافری کې له ژونده  لاښه  دی.

؛له هراته تر تهرانه؛ نومې لنډ فیلم ،د حامد یوسفي  ځوان ډایریکټر  د لومړنۍ تجروبې په توګه حسابیږي چې د فاطمیا اباحمزه په لیکوالی اوپروډیوسرئ سره له تخنیکي مرحلو په تیریدا او بشپړتیا وروسته اوس  په داخلی او بهرنیو فیسټوالو کې ګډون ته تیار دی.

دغه فیلم  د یوې کلتوري او فرهنګي کورنۍ څخه د یوې  افغانۍ خور او ورو د کیسې په اجتماعی مضمون سره  روایتیږی\ چې  له  جنګ وروسته  په قاچاقي توګه  ایران ته وارد شوي دي. دوي په ایران کې د پيژندپاڼې  د ترلاسه کولو لپاره  له ډول ډول کړاؤنو او مصیبتونو سره لاس او ګریوان کیږي.

حامد یوسفی ،مهدیه باستاني ،مهدی زمین پرداز، نازنین کیوانی ،مهدی رکني، الناز زجاجي ،نوید آباد او محمودنظر علیان  هغه لوبغاړي دي چې  په ؛له هراته تر تهران؛ نومې فیلم کې ئې  رول لوبولی دی.

ددغه لنډ فیلم  د کیمرو تر  شا هم  لیکوال او پروډیوسر ؛ فاطمیا اباحمزه، ډایریکټر ؛ حامد یوسفی،  د پروژې سلاکار ؛ بیژن لاهوتي، کیمره مین  ؛ مهدی بهزادپور،صدابردار ؛ هادي بهشتي، د صحنې او لباس پلانونکې؛ پریا مرندیز،د بیوټیشن پلانونکې ؛ بهار طیبي ، پلانونکی ؛  مهرناز توکلي ، د لایټونو مسئول؛ عرفان قبادي ، د صحنې منشي ؛ صفورا برسان ؛  برابرونکی ؛ مروارید مشفق، حمید قنبری ، د رنګونو اورڼا اصلاح کونکی؛ محمد سعید شفیعي ،د موسیقۍمسئول؛ طاهر شوقي ،د ساز جوړونکی ؛ امیر مسعود  حیدري او د انځورونو اخستونکی کیمره مین؛ حسین یاری.

https://iqna.ir/fa/news/4211464

captcha